۱۳۸۹ تیر ۱۶, چهارشنبه

یاد به دې کومه په لمد و سترګو

لـيكـنه: پوهندوی آصف بهاند

یاد به دې کومه په لمد و سترګو

د استاد اسد آسمايي لومړی تلین


دا دی د دوه زره لسم کال د جولای په اتمه د استاد اسد آسمايي له مړینې پوره یو کال تیر شو. زه خو داسې انګیرم چې استاد سره مې پرون لیدلي، غږیدلی او خندلی یم، خو دا یوازې زما دذهن یوه غولوونکې خوشبیني ده او بس. اوس استا د اسد موږ سره نه شته او یوازې دهغه یادونه دي چې موږ خپل خیال ورسره مصروفوو، خو داستاد خبرې، افکار، لید لوری او لیکنې له موږ سره ملګري دي. دا دی د اسد آسمايي د لومړي تلین د درناوي په خاطر زه دده پر مرګ په خپلې لیکنې باندې له سره په کتنې او څه زیاتونو سره دده د لومړني تلین درناوی کوم. دغه راز دخپلې لیکنې په پای کې داستاد اسد یوه مقاله دده دلیکنو او طرز دید دیوې نمونې په ډول را نقلوم، هیله ده چې دلوستونکو له پاره په زړه پورې وي. دا مقاله استاد اسد د ګران غفور لیوال د هوسۍ نومي اثر له پاره د ۱۹۹۰ م کال په اپریل کې لیکلې او دیاد اثر په پیل کې چاپ شوې ده.


یو اسد، یو لیونی
یو فلسفي، یو آسمايي


د ۲۰۰۹ م کال د جولای پر اوومه نیټه د پاریس په وخت د ورځې دولس اوپنځه پنځوس دقیقې استاد اسد آسمايي په خپل استوګنځي کې په داسې حا ل کې بې هوشه پیدا شوی چې لاسونه اومخ یې شنه شوي وو اوسا یې نه شوه ایستلای.روغتون ته له لیږدولو وروسته،د آکسیجن دستګاه په مرسته یې یو څه تنفس کړی، دلاسونواو مخ شین واله يې ورک شوي او وجود یې بیرته تودوخه پیدا کړې ده؛خو په خواشینۍ سره چې د۲۰۰۹م کا ل د جولای پر اتمه دسهار په څلور بجو او شپږ دقیقو ومړاو ډیرعلمي فرهنګي دوستان یې دویر پرتغر کینول.

تر هغه ځایه چې زما ژوند او خاطراتوله ده سره تړاو درلود او زما حافظه له ما سره یاري کوي، داوس له پاره به زه دده دمرګ د ویرتسلا ددغوتورو او خاطراتوپه لیکلو وکړم:

د افغاني فرهنګ دخزان وهلي بڼ یوه بله پاڼه ژیړه شوه او ورژیده،یوه بله څانګه یې ماته شوه. دا ځل یې له موږ څخه زموږ لیونی فلسفي یووړ،دا ځل یې د افغانستان د اوسني فلسفي تفکردریمه لویه سټه وچه کړه او دنامرادې زمانې نامرادو بادونو، له بیخه وایسته. د افغانستان د معاصر فلسفي تفکرلارویانو او مینه والولا د ځانځاني ښا مار د خاوند ستر فیلسوف پوهاند دوکتوربهاالدین مجروح او دوکتور غلام غوث شجاعي غم ژاړه،چې د فلسفي امید دریم ور يې هم پر مخ وتړل شو.مجروح خو ښامارانو وچیچه اومخامخ یې دخپل استوګنځي په انګړ کې په وینو لیت پیت کړاو شالیلی ګانې یې څیرې ګریوانونه په تمه کینولې؛او شجاعي خو پخوا ترمجروح د وخت لیوانوداړلی او دنیستۍ کندې ته لیږلی و.

خو زموږلیونی فلسفي يې داسې واخیست چې لکه د چا خبره وینه یې هم تویې نه شوه،ریښتیا دده په وجود کې وینه چیرته وه چې تویې شوې وای،او داسې یې رانه واخست چې په زرګونو زړونه یې په وینو او اوښکو کې ولمبول.

هوکې! اسد یادوم، آسمایي اسد، فلسفي اسد،لیونی اسد "که لیونی یې زما یار یې" هر څوک چې هر څه وایي، ودې وایي، زه په زغرده وایم هرڅه چې و، زما یارو:

    زما دمرکزي لیلې دکوټې یار،
    زما دتورو شپو دمرکو یار،
    زما دټوکو ټکالو یار،
    زما داستادۍ ددورې دهمکارۍ یار،
    زما دماسترۍ ددورې دزدکړواستاد اویار،
    زما دمهاجرت دترخو ورځو،ترخو ساعتونواوترخو شیبو یاراوزما...

ډیرې اوږدې لارې به یې ماته دراتګ په هیله شاته پریښودې اوپه ستړو قدمونو به له فرانسې نه،له پاریس نه تر ډنمارکه پورې ځان راورساوه او راته وبه يې ویل: "دا دی راغلم،اوس به مې دمه جوړه شي."

زما دمهاجرتونو دتیلفونونو یارچې ساعتونه به دده مرکې نه خلاصیدې.هرکله به مو په مورنۍ ژبه پښتو خبرې کولې،ښه به یو دبل په خبرو پوهیدو،خو څه داسې پوښتنې او ستونزې به مو په خبرو کې را پیدا شوې چې ده به نا څاپه راته وویل:ګوره فکر وکړه! ته زما په خبرو پوه نه شوې.ده په همدې خبرو او مرکو کې هم فلسفه ورکډوله او فلسفي پوښتنې به يې کولې:

    ـ دا ژوند څه مانا لري؟
    ـ سقراط ولې د زهرو جام پر سر واراوه؟
    ـ سقراط ولې خپلې خبرې او افکار په لیکلې بڼه پرې نه ښودل او وروسته تر ده،دده شاګردانو قلمونه پسې راواخستل؟
    ـ ولې سارتر ځان وواژه؟
    ـ ولې صادق هدایت ځان وواژه؟
    ـ ولې؟ ولې؟ ولې؟ او...

ما به ورته وخندل ،خبره به مې په بله خوا واړوله او دعذر په ډول به مې د خوشال بابا ږیره ورته ونیوله:

"څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
پــه ویــا لـه کـې دې زوال و یـنـــم نهـنــګـه"

ماته په دقیق ډول د استاد اسد آسمایي دزیږیدو نیټه نه ده مالومه.نه ده په خپله څه راته ویلي،نه مې په کوم بل ځای کې دده یا دبل چا له قلمه څه لوستلي دي.له خپلو خبرو یې هم داسې ښکاریدل چې دزیږیدو اصلي نیټه یې چا نه ده لیکلې،اما په اټکلي ډول یې راته ویلي و چې دی څومره کلن دی.مډیا چې دمرګ په ورځ ۵۶ کلن ښودلی دی،دا هم په اغلب ګومان اټکلي نیټه ده.ده په ماسکو کې دخپل تحصیل دوخت یوه ریښتینې خاطره چې هغه دټوکې په بڼه ده او دده دزیږیدو اټکلي توب ثابتوي،داسې بیانوله:

چیرته په کوم رسمي دفتر کې پوښتنه رانه وشوه چې د زیږیدو ورځ دې وښیه!

ما وخندل.مقابل لوري پوښتنه وکړه:

    بیا ولې خاندې؟
    کوربانه!

په دې خاندم چې ماته یې کال نه ده مالوم،ته یې د ورځې پوښتنه کوې.

ده ته هر څه پوچ او بې مانا وو.ژوند کوم ارزښت نه ورته درلود.هر څه یې د فلسفې په تله کې تلل.ډیرو لږو خلکو سره یې خبرې راتلې؛خوچا سره چې غږیده نو بیا به ډیر صمیمي او بې تکلفه و.ډیرعلمي اوفلسفي مطالب به يې هم د ټوکو په جامه کې ویل.خپلو هم ردیفانو او ملګرو سره به یې هر کله ټوکې کولې.ښايي دا ټوکې یې له خپل پلار نه په ارث وړې وې.یو وارې ما داسې ولیدل چې له خپل پلار سره یې هم ټوکې کولې.

ډیر څلې به دی زموږ کور ته راته،او کله کله به زه ددوی کورته چې دکابل دپلچرخي په سیمه کې د حربي پوهنتون نه لاندې دګل باز په کلي کې و،ورتلم.دوی هلته دکابل سیند پر غاړه یوه کلا او یوه لویه باغچه درلوده.دده له لارې ،دده له کورنۍ سره بلد شوی وم.پلار یې غلام دستګیرخان نومیده؛خو ده به لا لا جان ورته ویلې،ما هم دده له خولې لالا جان با له.

د اسد دغیر معمولي کارونو په لړ کې یو غیر معمولي کار دا و چې پلار سره یې هم رابطه غیر معمولي وه.دوی دواړه په غیر معمولي ډول یو بل ته ګران وو.غیر معمولي ناسته پاسته او ټوکې به یې کولې.لکه دوه زاړه اوسره ګران ملګري داسې وو.

یوه ورځ زه او استاد اسد له ښار نه د پلچرخي د ګلباز کلي ته وخوځیدو.له رسیدو سره سم که ګورو چې کوټه له میلمنو ډکه ده.څه وطني غوندې خلک وو.زه خو د هغو له پاره پردی او نا پیژند لی وم؛خو داستاد اسد له خبرواو حرکاتو میلمانه پوه شول،چې دی دکور غړی دی،خو نه يې پیژانده چې د غلام دستګیر خان زوی دی.له ستړي مه شي وروسته کیناستو.د پاخه عمر یو تن چې ږیره یې په نکریزو سره کړې وه،اسد ته یې مخ ورواړاوه،ورته وې ویل:

    ـ ومې نه پیژاندې؟
    ـ زما نوم اسد دی.
    ـ د زیړ ږیري تنده ماته نه شوه.دخپلو پوښتنولړۍ يې اوږده کړه،وې پوښتل:
    ـ پلار دې؟
    ـ هغه مړ شوی دی.

سمدلاسه زیړ ږیري نورو ته مخ ورواړاوه،وې ویل:یو لاس به پورته کړو.

لالا جان چې په باغچه کې اوبه لګولې،د دوا په پای کې راورسید اود خلاصې کړکۍ له خولې نه یې پوښتنه وکړه:

    بیا د چا دوا ده؟

لیوني اسد پلار ته مخ ورواړاوه ورته وې ویل:

دا دی چې بیا ګیله ونه کړې،په خپلو سترګو دې ولیدل چې دوا مې دې واخسته،چې بیا ګیله ونه کړې.حاضرینو یو بل ته په تعجب وکتل او په سترګو کې یې لالاجان ته څه وویل.

د استاد اسد له مړینې یو کال وړاندې غلام دستګیر لالاجان پور پرې کړ.اسد خپله له پاریس نه تیلیفون راته کړی و.په پیل کې مې پوښتنه ترې وکړه:

    میرمن دې؟
    ښه ده.
    زوی دې ؟
    ښه دی.
    ته خپله؟

دځان په باب يې د ښه توب او یا بد توب ځواب رانه کړ.

د لالا جان پوښتنه نه مې ورنه وکړه،ژورسوړ اسویلی یې ویسته،وې ویل:
کوربانه! لالا جان هم لاړ.

زه چې دعادت له مخې دمړي د خبر په اوریدو ډیر ژر غمجن کیږم،غمجن شوم.د لالا جان دژوند څه سړې تودې چې ما لیدلې اوریدلې وې،په یوه ګړۍ کې مې تر ستر ګو تیرې شوې.دده ورین تندی،دده خبرې او خاطرات او دده ټوکې ټکالې مې لکه بریښنا د ذهن په آسمان کې وزغلیدې.

د اسد استدلال هم فلسفي و.کله به چې ده استدلال کاوه،دخپلو خبرو د ثبوت له پاره به یې دسترو فیلسوفانو په خبرو تکیه کوله،ډیر صمیمي او مهربانه و،حاکمانه نه غږیده،په خبرو کې یې حقیقت او صمیمیت له ورایه ښکاریده.

د استاد اسد دژوند او افکارو په برخه کې بل دپام وړ ټکی دا و چې دژوند په ټولو برخو کې دافراط او تفریط پلویي نه و.پرته له یوې لارې،نورو ټولو لاروکې منځ لاری او معتدل و.کله به چې له یوې خبرې سره مخالف و،مخامخ یې نه ردوله.له یوې ترخې مانا لرونکې خندا سره به یې وویل:

ښه ده کوربانه.

دده د "ښه ده کوربانه" په مانا باندې ډیر لږ کسان پوهیدل،چې د استاد مقصد نه ویل دي،ورپسې به یې وویل: "نه افراط،نه تفریط،طلایي منځ لاره"

استاد اسد آسمايي ژوند اونړۍ ته په بل نظر کتل،دده نظر له نورو سره په توپیر کې و.ده ځان ته ځانګړی دید،نظریه او لاره درلوده.ده هر څه له خپلوسترګواو خپلو عینکو څخه کتل او هر څه یې دخپلو افکارو په تله کې تلل او دا دید دده دید و،هغه فلسفي دید و،آسمايي دید واو اسدي دید و.استاد اسد له ډیرو ایزمونو سره آشنایي درلوده او تدریسول یې؛خو په یوه پورې یې هم تړاو نه درلود او له هغو نه یې پیروي نه کوله.دی یوسرکشه او لیبرال انسان و.

د استاد اسد په عیني ژوندانه کې یو حقیقت دا هم و چې که چا دده دخبرو د اوریدو او پوهیدوتمه درلوده،باید دمطالعې یو قوي بګروند یې درلودلای وای.هغه ترمینالوژي چې ده په خپلو خبرو کې کاروله،دهغې دپوهیدنې له پاره دمطالعې دغه قوي بګروند ډیر ضروري و.

په استدلال کې دلوی لاس خاوند و.په معجزه اي ډول یې خلک قانع کول.که به څوک نه پوهیدل او نه قانع کیدل،نو ده به ورته وویل:ښه ده،څه چې ته وایي،هغه سمه ده.

د استاد اسد آسمایي شخصیت نه قانع کیدونکی،سرکشه،پلټونکی او یاغي شخصیت و.هغه بغاوت چې مجروح په ځانځاني ښامار کې پیل کړی و،اسد ګام په ګام تعقیباوه او پر هماغه پله روان واو دغه بغاوت ته یې عملي جامه وراغوسته.

لیونی اسد دهیڅ ډول ټولنیز او رسمي قانون پرواګیر نه و.هغه څه چې به دده په فکراو طبع برابر و،دی به یې قانع کاوه؛منل به یې او کول به یې.د نور څه پرواګیر نه و.د چا دخندا او ښه ویل،بد ویل خیال یې نه ساته او غیر معمولي کارونه یې ډیر کول.دهمدې دلایلو پر اساس زموږ دپوهنتوني یارانو کومه کړۍ چې وه،هغو به لیونی اسد باله.لیونی اسد زموږ په یارانو کې عامه او منلې خبره وه او ده ته هم یو ښکاره حقیقت و،په ځان یې هم بده نه لګوله.

د ۱۹۹۲ م کال دمارچ وروستۍ شپې ورځې وې،زه دجهادي او ټوپکي زورواکئ څخه د خلا صیدو په خاطر دخپلې ځالې او وطن پریښودو ته اړ شوم او د خپلې کورنۍ له نهو غړو سره د پیښور په لوري روان وم.لیوني اسد ته ورغلم ،ورته ومې ویل:

اسد ګله!

که کولای شې ووزه.زه روان یم،که بیا مو دیدن ونه شواو ...
ده د وتلو اقتصادي توان نه درلود،دترخې خندا په ملتیا یې راته وویل:دا دومره موده مو چې سره ولیدل،څه ګټه مو وکړه... بیا یې ور زیاته کړه:تاسو ماته دلیوني خطاب کوئ،مګر لیونیان تاسو یاستئ.ما و پوښته څنګه؟ ده وویل:

د افغانستان ددې ډرامې دلیدلو له پاره بهرنیان په زرګونو ډالر لګوي او لیدلو ته یې راځي،زه چې تیار همدلته یم، پرته له مصرف نه یې ونه ګورم.

اسد به ډیر پیچلي مسایل هم په ساده او روانه ژبه سره شنل.د جبر او اختارمسآله یوه پیچلې مسآله ده.انسان دطبیعت په مقابل کې څومره مجبور دی څومره مختار، انسان د ټولنې په مقابل کې څومره مجبور دی څومره مختار،انسان د خپلې کورنۍ په مقابل کې څومره مجبور دی څومره مختاراو...ده به دا مسایل په روانه او ساده ژبه داسې توضیح کول چې مخا طب به یې له ورایه پوه کاوه.دغه جبر او اختیار به یې په خپل سبک اوانداز بیاناوه او کله ناکله به یې راته وویل:

کوربانه!

کاشکې دا خلک پوهیدلای چې دوی څومره مجبور دي.

د استاد مجروح او استاد شجاعي لاره او افکار یې خوښول او دا خبره یې ماته په وار وار په کابل او اروپا کې کړې وه:

استاد مجروح اواستاد شجاعي زما په خبرواو مقصد پوهیدل،دوی ټول غوږ،غوږ وو.او بیا به یې له یو ساړه اوسیلي سره د خوشال بابا دا بیت پر ژبه راغی:

چیرته پسې درومم،په کوم لوري به يې مومم
ورکه مونده نه شـي، بې رهبره بې سـرا غه

کله کله به په سوچونو کې ډیر ژور ډوب شو او یوه ټکي ته به یې په ځیر کتل.که چا به دسوچونو د دلیل پوښتنه ځینې وکړه،یو خندونکی،حیرانونکی ځواب به یې ورکړ،چې دده د سوچونو اوعیني ژوندانه ښکارندوی به و.یوه ورځ مې دهمدې سوچونو لړۍ ور وشلوله،ومې پوښته:

    ـ په څه چرت کې لاړې؟
    دخپل کور چرت وړی وم.

استاد اسد په تهیه مسکن کې کور درلود.وروسته له هغه چې دی له خپلې کورنۍ سره دکابل پریښودلو ته اړ شو،کور په یوه وخت کې دوو ټوپکیانوپه ګډه ولجه کړی و.دې ټوپکیانو به هر کله دکور دملکیت پر سر دعوا کوله.ده دخپل کور دهمدې مسآلې په اړوند زیاته کړه:

زه اوس له کوره ورتیر یم،هغوی که زما دکور پرسر دشخړې په ترڅ کې یو بل سره ووژني،مقامات به ما ټینګ نیسي چې قتل ستا په کور کې شوی دی،ته به یې ځواب وايي.

د استاد اسد د ژوند بله پرده،دده زنداني کیدل دي.دی درې ځلې زنداني شوی او دا درې سره کیسې یې ماته تیرې کړي دي.له دې درې ځلې بندي کیدو سره سره يې،خوله نه پټوله.حقایق یې ویل او د حقایقو دبیان له پاره بیا هم د زندان پرواګیر نه و.

دا فلسفي حقیقت یې ښايي ډیرو لږو کسانو ته څرګند وي چې ده حقیقتآ ځان په آزاده دنیا کې بندي او زنداني ګاڼه او ویل به یې: "دا جهان ډیر تنګ دی."

استاد اسد لوړې زده کړې دماسترۍ تر درجې دماسکو په ډیر مشهور پوهنتون( ام ـ ګا ـ او )کې پای ته رسولې وې.تحصیلي بورس ده ته دوخت مقاماتود ده داستعداد او لیاقت په خاطر نه و ورکړی،بلکې د اسد ځینو زړه سواندو دوستانو چې دهغه وخت په دولت کې یې واک درلود او خبره یې منل کیده،دا پریکړه کړې وه چې اسد باید له افغانستانه ووزي او تر ټولو ښه لاره یې تحصیلي بورس دی.دده همدې دوستانو استخباراتي مقاماتو ته ویلي ووچې اسد ښه سړی دی،خو دده خوله چا تړلی شوه.داسې وخت هم راغی چې دده د زغردو اولوڅوخبرو په وجه،بیا د ده نوم په تورلست کې ولیکل شو.دا داسد دخولې خبره ده چې ما ته یې کړې ده:

یوه ورځ ځینې دوستان کور ته راغلل،راته وې ویل: هلکه! ته نه منع کیږي،دا دې پاسپورت ،ویزه او ټکټ،چټک ماسکو ته ځه.دده دوستان پوه شوي ووچې دلوڅې ژبې او حقیقت ویلو په وجه به یا اسد تلف شي او یا به بیا زندان ته روان وي.دی بهر ته ولاړ او په لوړه سویه یې دیپلوم راوړ.هغه پوهنتون چې ده زده کړې په کې کړې وې،د لوړو تحصیلاتو وړاندیز هم ورته کړی و،خو دکابل مقاماتو دهغوی په ځواب کې لیکلي وچې په کابل کې اسد ته اړتیا ده،باید کابل ته راشي.کابل ته راغی او په علمي کدر کې ومنل شو،خو څه موده وروسته عسکرۍ ته سوق کړای شو،بیا هم دده هم هغو دوستانو چې مخکې یې یادونه وشوه،وساته او په علمي کدر کې یې خپل کار ته دوام ورکړ.

استاد اسد ماته مخامخ تدریس نه دی کړی،خو ما یې له مطالعې او علمي ذخیرې نه ډیره استفاده کړې ده.کله چې ما له یوې ډلې استادانو سره د کابل پوهنتون دادبیاتو په پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام پر مخ بیوه،یو روس پوهاند موږ ته دفلسفې تدریس کاوه،استاد اسد یې د لکچرونو ژباړه کوله،روس پوهاند به چې هر څه ویل،استاد اسد به دهغه په خبرو دوه درې چنده اضافه کوله او موضوع به یې نوره هم په افغاني سبک روښانه کوله.یوه ورځ داسې هم وشول چې روس پوهاند دشکایت په ډول استاد اسد ته وویل:هغه څه چې زه په دوو دقیقو کې وایم،دهغه ژباړه ته په اتو یا لسو دقیقو کې کوې... استاد اسد یوازې موسکی شو او نور یې څه ونه ویل.

د استاد اسد ادبیات خوښیدل،د نړۍ د ادبیاتو شهکارونه یې لوستي و

واو هغه یې هم په فلسفي عینکو لوستي وو.له عاشقانه اشعارو او موسیقي سره یې مینه درلوده،خو له عاشقانه هغو نه يې زیات خمریه اوفلسفي اشعار خوښیدل.دخوشال بابا رندي او خمریه اشعار یې خوښیدل،دخیام اشعار یې ډیر خوښول،دحافظ شیرازي ځینې شاه بیتونه یې د خبرو په ترڅ کې تکرارول او کله کله به يې دنږدې یارانو په تودو بحثونو کې دمولانا دا بیت پر له پسې تکراراوه:

هرکه او بیدار تر، پردرد تر
هرکه اوآګاه تـر، رخ زرد تر

افغانستان خو هیڅکله له اړو دوړ نه خلاص نه وي،خو کله چې ټوپکي ناتاربرقرار شو،د افغاني ټولنې اړودوړ نور هم پسې زیات شو،ګڼ شمیر خلک له دې اړو دوړ څخه په تیښته شول،خو استاد اسد لا "لکه ونه مستقیم په خپل مکان..." و. په دې وخت کې استاد اسد "دادیانو تاریځ" په نامه کوم مضمون تدریساوه.کله يې چې د عیسویت دتاریخ په باب په کوم ټولګي کې لکچر ورکړی و،بیا نوداسلامي جهادي رژیم مقاماتو پسې اخیستی وچې ولې دعیسویت تبلیغ کوي او ښه یې په عذاب کړی و.کله چې یې ماته په اروپا کې دا کیسه تیروله،دخندا په ترڅ کې مې ورته وویل:بچو مزې دې کړي دي،او بیا مې د شعر توره ورته راواخسته او د ډاډینې له پاره مې دکاروان صاحب دا بیت ورته واوراوه:


"وخت به راځي چې غاښ دزهروبه ښامارنه لري
مجنـون بـه ګرځي مســتا نـه مـلا به دارنـه لـري"

خو داستاد اسد په ژوندینې داوخت رانغی او له بده مرغه چې ملا هماغسې مستانه ګرځي او فلسفي مجنون دخپلو فلسفي افکارواو دزمانې د ناکردو په تارونو زندۍ شو.

او بیا آسمان وریځ شو،وغړمبید،داسې وغړمبید چې غرونه او رغونه یې ښورول.نه یې واوره واوروله نه ږلۍ،نه کوم تند باران وورید او نه نرم باران.دا وار ته د تالندې او بریښنا په لړکې د وریځو له منځ نه سپین اوښ راښکاره شو،خلکو ویل خدایه خیر کړې، "بیا به وارکا په کوم غولي وارد چا دی"، اسد غږ وکړ : دا زما دی، دازما وار دی. او په پای کې دا وار پر ده راغی،پر آسمایي راغی، پر لیوني راغی.

سپین اوښ راغی،دده داستوګنځي مخې ته ودرید،په ګونډو شو.اسد په آسانۍ،په نرمۍ،په خوشالئ،په خپله خوښه ورباندې سپور شو.اوښ بیرته ودرید،په سوچ کې شو،څه يې ونه ویل،سر یې وښوراوه،وخوځید او دتوروسپینو وریځو په منځ کې زموږ له سترګو نهام شو...

او زموږ دمرکو لیونی،زموږ د فلسفو لیونی،زموږ دغرونوآسمايي لیونی،زموږ دیارانې لیونی او زموږ اسد یې دتل له پاره له موږ څخه جلا کړ،اوپه دې ډول یو ستر انسان دمځکې له مخ کم شو.

    او دا دی دتګ وخت دی
    موږ هر یو په خپله مخه ځو
    زه دمرګ په لوري،
    تاسو د ژوند پر خوا!
    کومه لار ښه ده؟
    یوازې خدای پوهیږي ...
          سقراط

              روح دې یې ښاد وي
              داوس له پاره همدومره
              آصف بهاند


هیچ نظری موجود نیست: