۱۳۸۹ تیر ۲۹, سه‌شنبه

جهانی، عبدالباری

عبدالباري جهانى يو افغان ليکوال، شاعر، اديب او ژورناليست دی. عبدالباري جهاني د خدای بخښلي حاجي عبدالاحمد زوی او د کندهار د ښار د باميزو د کوڅې اوسېدونکئ دئ. سربېره پر ښوونځي يې ديني زده کړي هم کړي دي چي استاد يې مرحوم ملا نور محمد اخند نومېدئ. جهاني د کندهار د ميرويس نيکه د لېسې څخه فارغ سوئ دئ. تر لېسې وروسته د کابل پوهنتون د تاريخ او جغرافيې د پوهنځي څخه فارغ سوئ دئ.

جهاني د ډېر کوچنيوالي څخه د نورو شاعرانو د شعرونو د لوستلو سره مينه درلوده. حافظه يې دومره قوي وه چي په يو ځل لوستلو يا اورېدلو سره به يې هغه شعرونه په ياد زده وه.

دوه ځله يي بېروت ته هم سفرکړى دى. کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو.

هلته يي دوه کاله تير کړل او بيا يي د امريکې غږ راډيو ته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. د امريکې متحدوايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى او کار کوى.

ښاغلې جهاني افغانستان ته اوس هم درومي او ديدن يي کوى. لس کتابونه يي چاپ شوى دى اوځينې کتابونه يي له دري او انگليسي ژبو نه پښتو ته ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د کوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دى.

جهاني په کلاسيکه موسيقي ښه پوهيږي، د موسيقي مقامونو يې ښه زده دي او د محلي سندرغاړو د اوازونو اورېدل يې ډېر خوښ دي. اوس د اوږدو کلونو راهيسي د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي