۱۳۸۸ تیر ۲۳, سه‌شنبه

مجروح، سيد بهاوالدين

لـيكـنه: صديق الله بدر

پوهاند سيد بهاوالدين مجروح د افغانستان يو نامتو فيلسوف مفكر ليكوال او عالم شخصيت و.

سيد بهاوالدين مجروح د افغانستان د نوميالي ليكوال او اديب سيد شمس الدين مجروح زوى په ١٣٠٦ لمريز كال د كونړ ولايت د اسمارو د شينكوړك په كلي كې وزيرېد او خپلې لومړنۍ زده كړې يې د خپل كلي په جومات كې تر سره كړې. له لومړنيو زده كړو وروسته كله چې له خپل پلار سره كابل ته راغى د ١٣ كلنى په عمريې رسمي زده كړې پيل او د استقلال لېسې په څلورم ټولګي كې په زده كړو بوخت او په ١٣٢٩ لمريز كې د نوموړې لېسې د ادب او فلسفې له څانګې څخه په لومړۍ درجه فارغ شو. تر فراغت وروسته د خپل لياقت له مخې د دولت له خوا د عالي زده كړو لپاره فرانسې ته وليږل شو.

مجروح په فرانسه كې له ١٣٣١ نه تر ١٣٣٧ پورې د پاريس په سوربن او بيا د مونت پليه په پوهنتونونو كې خپلې لوړې زده كړې د روحياتو او فلسفې په څانګه كې د مافوق ليسانس تر درجې پورې سرته ورسولې او په همدې دوره كې په دې وتوانېد، چې د الماني او انګريزي ژبو ادبيات په المان او انګلستان كې سرته ورسوي.

پوهاند مجروح په ١٣٣٧ كې هيواد ته راستون شو، چې له راستنېدو سره سم لومړى د كابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد او بيا د نوموړي پوهنځي رييس شو. په ١٣۴٢لمريز كې د كاپيسا ولايت والي وټاكل شو او يو كال يې دا دنده مخ ته يوړه. په ١٣٣٧كې په غربي المان كې كلتوري رييس وټاكل شو په ١٣۴٧كې يو ځل بيا فرانسې ته لاړ او د مونت پليه له پوهتون څخه يې د ادبياتو او فلسفې په برخه كې خپله د كتورا واخيسته.

له ١٣۴٧نه تر ١٣۵١ پورې يې د دوهم ځل لپاره د كابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كې د استادى دنده غوره كړه او په همدې دوره كې د پوهنځي انتخابي رييس شو.

په ١٣۵١كې د افغانستان د تاريخ د ټولنې رييس و او په دې ټولنه كې له درې كلن خدمت وروسته تر ١٣۵٨ پورې د ادبياتو په پوهنځي كې په تدريس بوخت و او د فلسفې ښوونه يې كوله.

ده د ثور له كودتا وروسته په انزوا او ګوښه ګيرى كې شپې ورځې تېرولې او كله چې روسانو د ١٣۵٨ د جدي په شپږمه نېټه پر افغانستان حمله وكړه، مجروح صاحب پاكستان ته مهاجر شو. هلته يې د افغان اطلاعاتي مركز په نامه يوه فرهنګي اداره پرانستله، دې ادارې د افغانستان له حالاتو د دنيا والو په خبرولو كې ډير مهم نقش ولوباوه.
پوهاند مجروح په پښتو، دري، عربي، انګليسي، فرانسوي او جرمني ژبو پوهيده او په دې ژبو يې ليكنې كولې.

په پاى كې دغه د هيواد لوى او فاضل شخصيت او د روسانو په ضد د فرهنګي مقاومت او مبارزې يو سر لارى او مخكښ په ١٣٦٦ لمريز كال د سلواغې په مياشت كې د وطنو اسلام او خلكو د دښمنانو له خوا په ناځوانمردانه ډول د جمعې په شپه د خپل دفتر تر مخه په پيښور كې شهيد كړى شو.

پوهاند مجروح د خپل وياړلي ژوند په بهير كې يو لړ علمي، سياسي او ادبي ليكنې كړې دي، د هغه چاپي اثار په لاندې ډول دي:

  • د دوكتورا تېزس په فرانسوي ژبه
  • د جبر او اختيار د يالكتيك
  • اژدهاي خودي ١-٢-٣-۴ دفترونه
  • ځانځاني ښامار
  • د مور پيغام
  • دښمن و پېژنئ
  • نا اشنا سندرې
  • صوفي او نوې دنيا

او يو شمير نورې خورې ورې ليكنې چې وخت په وخت په مطبوعاتو كې خپرې شوې دي.[*]

هیچ نظری موجود نیست: