۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبه

دهوسۍ تراژیدی

لـيكـنه: پوهندوی اسد آسمايی

دهوسۍ تراژیدی


(یو لنډ یادښت)

زه بـه تـن غـرض وګانـده تـه پــرې نه ږدم
که د ګانـده د ژونـدون سـړی ضمان شی
آزادی تــر بـاد شـــــا هیـه لا تیـری کــــــا
چې دبل تر حکم لاندې شی زندان شی

خوشحال خان خټک

انسان یوازې د ژوند له پاره هڅه نه کوی، بلکې غواړی دآزادۍ په مرسته "ځان" زبات کړی، ځان قربانوی چې آزادۍ ته ورسیږی. دقربانۍ په مرسته آزادۍ ته رسیدل په خپله وګړی (فرد) له منځه وړی او ددغه نه حل کیدونکی پرادکس(paradox) استمرار تراژیدی ده.

د شلمې پیړۍ "وجودی" فلسفه، آزادی د انسان طرحه، پیژندنه او ماهیت ګڼی. دا په آزادۍ محکوم انسان دټاکنې په لایتناهی ډګر کې دخپلو کړنو مسؤل دی او له مسؤلیت څخه تیښته له آزادۍ څخه سترګې پټول دی.

II

له بلې خوا په شلمې پیړۍ کې اروا پوهنه رامنځ ته شوه چې د (خودی) او (نا ویښتیا) د "یونګ" په ژبه جمعی یا قومی نا خود آګاه دسمبولونو اوتصویرونو آره زیرمه په افسانو، فولکلوراو لرغونی هنر کې ریښې لری. سمبول او تمثیل په اروپايی شعر کې د عاطفی هیجان په بڼه د "رمبو"، "ولرن" او "بودلر" په اشعارو کې ځان څرګند کړ او دلته شعرد افسانې سمبولیکه ژبه ده او ښايی ووایو چې دغه سمبولیزم به له ختیزو(شرقي) سمبولونوڅخه اغیزمن وی. که دلته سنایی د نورانی پیر په مرسته په روحانی سفر پیل وکړ، نو ډیره موده وروسته "دانته" هلته لومړی د "ویرژل" چې دعقل سمبول دی او بیا د "بیناتریسه" چې دمینې سمبول دی، په مرسته خپل مانیز سفرپرمخ بوته. په یوه اټکل دا شرقی افسانې دی چې لومړی دمصراو بین النهرین له لارې لرغونی یونان او بیا ټول لویدیځ ته ورسیدې.

III

د "یونګ" دزړې نښې (کهن الګو) له مخې مولانا په مثنوی کې د ویښتیا (خود آګاه) او نیمه ویښتیا (نیمه آګاه) په منځ کې شعر وايی، خو دشمس په دیوان کې ته به وايې دناویښتیا (ناخود آګاه) له پوړ څخه تیریږی او ټولیزه (جمعی) نا ویښتیا (ناخود آګاه) له ژورو څخه يې شعری سمبولونه په ژبه جاری کیږی، همدا رنګه د ګویته د "فاوست" په لومړۍ برخه کې موږ پوهیږو چې ولې دمارګریت مینه به ناورین بدلیږی، خو ددویمې برخې دشننې له پاره موږ اړ یو چې پوه شوچې لرغونی سمبولونه څه ډول د "هلن" په وجود کې بیا دهنر او شعر ډګر ته راوزی. ددې سمبولونوریښه ښايی دبشری تاریخ څخه ورهاخوا غځیدلی وی.

IV

د لیوال د "هوسۍ" منظومه یوه داسې نوې هڅه ده چې د خپل زړه خبرې دافسانوی سمبولونو په مرسته وکړی. دښکلا سمبول (دتورو سترګومیرمن) د شپيلۍ په اسرار آمیزه غږ زړه بایلي(مغروره پیغله) چې دتورو سترګو له میرمنې سره ورته والی لری، د شاعرانه تخیل په ځواک اد دشپیلۍ په کوډودرې خلې بیا بیا ځان را څرګندوی، لکه "هلن" چې څو پیړۍ وروسته دګویته د شاعرانه تخیل په ځواک بیا څرګندیږی.

"هوسۍ" دخپلواکۍ نښه دقربانۍ په مرسته دژوند امکان مومی، هغه زخمی کیږی اوپر هغې مین کلیوال خپلې سترګې، وینې او هیلې هغې ته وربښی اوبیا دا پوښتنه رامنځ ته کیږی چې د "آزادۍ" مظهر (هوسۍ) په دومره قربانیو ارزي؟ زخمی هوسۍ غواړی چې دشپونکی او دهغه دلیونۍ مینې په مرسته غنم وکري:خو ددغې منظومې زړه بوږنونکې غمیزه (تراژیدي) په دې کې ده چې "هوسۍ" دمینې، سپیڅلتیا او حقیقت په لرلو سره سره له ماتې او شکست سره مخامخ کیږی، چې د هوسۍ دغه د "نا ممکن" په لوری هڅه دیوې شاعرانه سمبولیکې تراژیدی استمرار ده.

V

د هرمان هسه "دبیدیا لیوه" داسې سمبولیکه افسانوی بیلګه ده چې لیکوال یې د "عقل" او "هنر" پلویانوته وايی چې له انتزاعی منطق څخه ځان وژغوری، خندا او ژوند زده کړی. "هرمینه" دناخود آګاه هغه څیره ده چې غواړی د "هالر" له دروغجن شخصیت څخه دې طبیعی پیر (حالت) ته راوګرځوی، هرمینه دافسانې او ناخود آګاه نښه ده چې د "پابلو" په خوله خبرې کوی او "ماریا" ددوی تر منځ نیمه ویښتیا(نیمه آګاه) دنده لری. دغه ټول سمبولونه دانسان په لرغونی (جمعی او قومی) روان کې ریښه لری، ته به وايی چې په دې ډول د هوسۍ (آز دۍ) مینه وال او دهغې له پا ره هڅې هم زموږ په لرغونی ژوند کې ژورې ریښې لری.

VI

په پایله کې ښايی ووایو دا انسان دی چې د آزادۍ په هکله فکر کوی او دهغې په باب پوښتنه طرح کوی. آزادی دانسان قلمرو دی، خو دا چې ددې یا هغې خان ښوونې د ټاکنې (انتخاب) په پایله نه پوهیږی، ددې له پاره اړتیا ده چې د "یاسپرس" په قول له ځانه تیر شو(دل به دریا باید زد)، ځکه چې موږ د راتلونکې په هکله نه پوهیږو؛له همدې امله ویره او اضطراب لرو. د "پوپر" په خبره دانسان راتلونکې نامعلومه ده او د پیشبینی (اټکل) وړ نه ده. دې ته ورته روانی ویره د راتلونکې په باب د "هوسۍ" په منظومه کې هم ځان تکراروی ، وبه یې لولو:

... کله چې لاس یو دبل غاړه کې سپیدو څخه پوښتنه کوو

سبا به څه کیږی

یو کال وروسته به څه پیښیږی؟!

د ریښتینې او انتزاعی آزادۍ په هکله ټاکنه (انتخاب) به دلیوال په راتلونکو لیکنو کې وګورو، ځکه د سارتر پراند انسان آزاد دی، خو آزاد شوی نه دی. موږ به وګورو چې هوسۍ به دراتلونکی په لور دخوځښت وس ولری که نه؟

                پوهندوی اسد آسمايی
                کابل پوهنتون
                ۱۳۷۸/۱/۲۲

هیچ نظری موجود نیست: